د ایکناد راپورپه اساس، د ملګرو ملتو عمومي منشي آنټونيو ګوټېرش د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې په اړه پلان ته د حماس غورځنګ د مشروط ځواب هرکلی وکړ او دا ئې په زړه پورې بللی.
د ملګرو ملتونو ویندوي استفان دوجاريک وويل: «سر منشي د حماس غورځنګ لخوا د صادر شوي بيان هرکلی کوي چې پکې د بندیانو د خوشی کیدا لپاره چمتووالي او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي وړانديز پر اساس تعامل اعلان شوی، او په حیران او خوښ شوی دی. هغه له ټولو خواوو څخه غواړي چې د غزې کې د دې ژړېدونکې شخړې پای ته د رسولو له فرصت څخه ګټه واخلي.»
د ملګرو ملتو د سرمنشي ویندوي زياته کړه: دملګروملتو سرمنشي هم د قطر او هم د مصر څخه د منځګريتوب په ډګر کې د دوی ارزښتناکو هڅو مننه کوي.
دوجاريک روښانه کړه: عمومي منشي خپله ټیلیفوني غوښتنې کې د فوري او تلپاتې اوربند، د ټولو بندیانو د فوري او بې شرط خلاصون او لا محدودو بشري مرستو په رسیدو ټینګار کړی دی
د ملګرو ملتونو ویندوي ټینګار کړی دی: ملګري ملتونه به د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره د ټولو هڅو څخه ملاتړ وکړي چې د نورو ستونزو مخنیوی وشي.
د فلسطين اسلامي جهاد غورځنګ: د حماس ځواب د پیاوړی مقاومت موقف بللی دی
د فلسطين جهاد اسلامي غورځنګ د غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره د ټرمپ پلان په اړه د حماس ځواب په باب غبرګون ښکاره کړ.
د المسيرې په راپورسره سم،د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ په اعلامیې کې وئيل شوي دي، چې د ډونالډ ټرمپ پلان ته د حماس ځواب د فلسطين د مقاومتي ډلو پیاوړی موقف څرګندوي.
باید ووئیل شي چې د حماس اسلامي غورځنګ رسمي موقف د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د جګړې پای ته د رسولو وړاندې شوي پلان د عمومي اصولو له منلو وروسته، د سيمه ييزو او نړيوالو خواوو څخه مثبت غبرګونونه راپارېدلي دي.
د يمن انصارالله: له ګواښ سره سوله امکان نلري
د يمن انصارالله غورځنګ يوه مسئول د حماس غورځنګ له خوا د ټرمپ د اوربند د پلان د ځواب په اړه، دا موقف مسؤلانه او واقعي بللی او د دې پلان د بې انصافه کیدا او د صهيونيستي رژيم د غوښتنو په اساس تپل کیدا ته لومړيتوب ورکولو ته اشاره وکړه، او ټينګار ئې کړی چې په ګواښ سره د سولې ترلاسه کول امکان نلري.
https://iqna.ir/fa/news/4308596